لکي مروت (شال نیوز) : د لکي مروت پولیس وايي، په عبدالخېل کې تر هغه برید وروسته چې درې ځايي کسان پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو، پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارې په ګډو عملیاتو کې د منظور په نوم یو مطلوب وسله وال قوماندان وژلی دی.

 

د ضلعي پولیسو د دفتر په وینا، عملیات د سیمې په غرنیزه برخه کې شوي دي. پولیس وايي، منظور د عبدالخېل اوسېدونکی و او د ترهګرۍ ضد ادارې ته په یو شمېر مقدمو کې مطلوب و. پولیسو ویلي، په سیمه کې د هغه د نورو ملګرو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

 

چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې وژل شوی منظور په مستقیم ډول د عبدالخېل په هغه برید کې لاس درلود که نه. د پولیسو د عملیاتو او د وژل شوي کس د تړاو په اړه هم خپلواکه سرچینو معلومات نه دي ورکړي.

 

په یوه بله پېښه کې وسله والو د لکي مروت د بېټني سب‌ډویژن د ازادخېل په سیمه کې پر یوه کور د بې‌پیلوټه الوتکې له لارې چاودېدونکي مواد غورځولي دي.

 

پولیس وايي، په پېښه کې کور ته زیان رسېدلی، خو څوک پکې نه دي ژوبل شوي. تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.