بدخشان (شال نیوز) : د بدخشان د تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، محمد اصیل د والي د مغرورانه او متکبرانه چلند او د خپل عزت ساتنې او د سپکاوي په غبرګون له خپلې دندې استعفا کړې ده.
هغه په یوه غږیز پیغام کې چې د طالب چارواکو په یوه وټسپ ګروپ کې خپور شوی او یوه کاپي یې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، وایي، د ولسي ستونزو د شریکولو لپاره د بدخشان د طالبانو والي، رحمتالله نجیب دفتر ته ورغلی و، خو له درې نیم ساعته انتظار وروسته هم ورته د لیدنې اجازه ورنه کړل شوه.
نوموړی وايي، له طالبانو سره له کار کولو بېزاره شوی دی.
اصیل ویلي:
“زه په خپله داسې دندې ته چې زما د سپکاوي لامل شي، که وزارت هم وي، زړه نه ښه کوم او زر ځله ترې بېزاري اعلانوم.”
هغه زیاته کړې:
«"د بدخشان پر خلکو مې زړه سوځي. درد ګالم. موږ باید د وینې اوښکې تویې کړو. کله چې د یوې ولسوالۍ لومړی سړی د درېیو ساعتونو لپاره د روازو شاته وساتې، له دې ملت سره به څه چلند وي؟ دا بېدفاع ملت به څه وکړي؟"
تر اوسه معلومه نه ده چې د طالبانو ادارې د محمد اصیل استعفا منلې که نه، او طالب چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
رحمتالله نجیب د وږي په ۱۱مه نېټه په رسمي ډول په بدخشان کې د طالبانو د والي په توګه کار پیل کړ. هغه تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال و.


شال نیوز