کابل (شال نیوز) : د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل ته د دغه هېواد د بشري مرستو یوه نوې جوپه رسېدلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جیسوال، ویلي چې په دې مرستو کې د ژوند ژغورنې درمل او یو شمېر طبي مصرفي توکي شامل دي. د نوموړي په وینا، دغه روغتیايي مرستې به په کابل کې یوه دولتي روغتون ته وسپارل شي.
جیسوال ټینګار کړی چې هند له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او روغتیايي برخه د افغانستان له خلکو سره د هند د مرستو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
هند له دې وړاندې هم افغانستان ته درمل، طبي وسایل، خوراکي توکي او د بشري اړتیا وړ نور مواد استولي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو سره د بشري اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کول دي.


شال نیوز