ټانک (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې د ټرافیک پولیسو درې سرتېري وژل شوي دي. پولیس وايي، پېښه ،د سپتمبر په ۲۸مه، د ټانک ښار په وزیر اباد سیمه کې هغه مهال شوې، چې د ټرافیک پولیسو وین په معمول ګزمه بوخته وه.

 

د پولیسو په وینا، وسله والو پر وین ناڅاپه ډزې وکړې، چې له امله یې د موټر چلوونکي په ګډون درې پولیس سرتېري سخت ټپیان شول. پولیس وايي، په پېښه کې ګل امین خان، موټر چلوونکی پیر خالد او سلیم الله، چې په «قریشي» مشهور و، وژل شوي دي.

 

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پولیس او مرستندویه ډلې سیمې ته ورسېدې او د وژل شویو پولیسو مړي د ټانک ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته ولېږدول شول. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړي دي.

 

تر اوسه د ډزو مسؤلیت چا نه دی منلی او د برید د علت په اړه هم د پولیسو له خوا نور جزیات نه دي ورکړل شوي.