ننګرهار (شال نیوز) : د ننګرهار د جلال‌اباد ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د ګولایي عربانو سیمه کې د یوې کورنۍ د کورني اختلاف له امله د ډزو په پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

 

د معلوماتو له مخې، یو ځوان چې شاوخوا نهه کاله وړاندې یې له یوې نجلۍ سره واده کړی او درې اولادونه لري، د خپلې مېرمنې له کورنۍ سره د اختلافاتو له امله له هغوی سره لفظي شخړه کړې، چې وروسته شخړه په ډزو اوښتې ده.

 

د پېښې په ترڅ کې یاد ځوان خپله خواښې او اوښی په ډزو ټپیان کړي دي. امنیتي منسوبینو دواړه ټپیان روغتیايي مرکز ته انتقال کړي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

 

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، یاد ځوان له خپلې مېرمنې سره له سیمې وتلی او امنیتي ځواکونو یې د موندلو او نیولو هڅې پیل کړې دي.