هلمند (شال نیوز) : د عامې روغتیا وزارت وايي، د هلمند د ګرشک ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې دي.

 

د دغه وزارت په وینا، یاد روغتون د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتیايي مرکزونو له ډلې دی او د جوړولو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

 

د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه روغتون به د سیمې اوسېدونکو ته په بېلابېلو اړینو څانګو کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.