واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان پخواني د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون سیاستوال علي وزیر ویلي، د هغه په یوه قضیه کي یو ګواه پرلهپسې عدالت ته نه حاضرېږي او که د قضیې په اورېدنه کي ځنډ همداسې دوام وکړي، د نه خوړو هړتال به پیل کړي.
د علي وزیر د قضیې په اړه په خپاره شوي بیان کي ویل شوي چې عدالت هم د ګواه پرلهپسې نه حاضرېدل د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، که په راتلونکې اورېدنه کي هم ګواه حاضر نه شي، د موجودو اسنادو او شواهدو پر بنسټ به پرېکړه کوي.
علي وزیر دا مهال د سند په دادو زندان کي بندي دی. هغه د مارچ پر ۱۶مه وروسته له هغه بیا نیول شوی و چې د سند های کورټ له خوا په یوه بله قضیه کي تر ضمانت وروسته له سکر زندانه خوشې شو.
د هغه وکیلانو ویلي وو چې له خوشې کېدو څو ساعته وروسته پولیسو علي وزیر په یوه بله قضیه کي ونیو او وروسته دادو زندان ته ولېږدول شو.
د بخښنې نړیوال سازمان د اپرېل پر ۲۲مه ویلي وو چې علي وزیر د مارچ پر ۱۶مه تر بیا نیول کېدو وروسته په دادو زندان کي ساتل کېږي او وروسته د هغه پر ضد دوه نورې قضیې هم ثبت شوې دي. دغه سازمان د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، علي وزیر د ۲۰۲۴ کال له اګست راهیسې په اسلاماباد، پنجاب، بلوچستان او سند کي په څه باندې لسو قضیو کي بندي پاتې شوی دی. د هغه وکیلان وايي، په ځینو قضیو کي تر ضمانت ترلاسه کولو وروسته په نورو قضیو کي بیا نیول شوی دی.
علي وزیر د قومي اسمبلۍ د غړي په توګه د پښتنو په سیمو کي د جبري ورکېدو، له عدالتي فیصلې پرته د وژنو او نورو بشري حقونو په اړه څرګندونې کړې دي.
د هغه پلویانو له پښتنو سیاسي ګوندونو، منتخب استازو، وکیلانو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې د علي وزیر د قضیو قانوني بهیر وڅاري او د هغه د قانوني حقونو د خوندي کولو لپاره هڅې وکړي.
د سند حکومت او پولیسو د ګواه د نه حاضرېدو او د علي وزیر د نه خوړو هړتال د خبرداري په اړه تر اوسه تازه څرګندونې نه دي کړې.


شال نیوز