په امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي ۱۸ کلن وراره، عماد صدیقي، د ټیکساس ایالت په الوین ښار کې د موټر تښتولو د یوې پېښې پر مهال وژل شوی دی.

دا پېښه د پنجشنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه کله چې عماد صدیقي له خپلو دوو ملګرو سره د موټر پلورلو لپاره یو ګاز سټیشن ته تللی و. عماد چې په انلاین بڼه د موټرو د پېر او پلور کاروبار کاوه، غوښتل یې خپل موټر وپلوري، خو بریدګرو پرې ډزې وکړې او د هغه په موټر کې له سیمې وتښتېدل. که څه هم نوموړی سمدستي روغتون ته ورسول شو، خو د سختو ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

پولیسو ویلي چې د کیمرو په مرسته یې د بریدګرو پېژندنه کړې ده. د معلوماتو له مخې، د مقتول له ملګرو څخه یو تن د پېښې ویډیو هم جوړه کړې چې پولیسو ته سپارل شوې ده. پولیسو د پېښې ځای ته نږدې یو بل موټر هم ترلاسه کړی چې ګمان کیږي بریدګرو کارولی و.

عماد صدیقي د ډاکټر عافیه صدیقي وراره و. ډاکټر عافیه صدیقي دا مهال په امریکا کې د ۸۶ کلونو د بند سزا تېروي. نوموړې په ۲۰۱۰ کال کې د نیویارک د یوې محکمې لخوا په دې تور محکومه شوه چې په افغانستان کې یې د امریکايي پوځيانو او افسرانو د وژلو هڅه کړې وه. د امریکا حکومت ادعا کوي چې هغې په ۲۰۰۸ کال کې په غزني کې د پوښتنې ګروېږنې پر مهال د یو امریکايي سرتېري ټوپک اخیستی او پر هغوی یې ډزې کړې وې. عافیه صدیقي او د هغې پلویان دا تورونه ردوي او وايي چې هغه په ناحقه بندي شوې ده.

مقتول عماد صدیقي د ډاکټر عافیه صدیقي د ورور محمد علي صدیقي زوی و. د هغه مور ډاکټر لبنی خواجه په یو مشهور پوهنتون کې د طب پروفیسوره ده او مشر ورور یې هم ډاکټر دی. عماد پخپله هم په دې وروستیو کې په پوهنتون کې داخل شوی و. د عماد صدیقي د جنازې لمونځ به نن د یکشنبې په ورځ په ہیوسټن کې په مسجد صابرین کې ادا شي او وروسته به په یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.