د ماشومانو او ښځو حقونو دپاره کار کونکي غير دولتي سازمان ساحل خپل نوي راپور کې وئيلي په پاکستان کې د ماشومانو د تښتونې او ځورونې پېښو کې ۸ فيصده زياتوالې راغلې دې۔ ساحل خپل کليز راپور په ۱۶ م مارچ سرښار اسلام کې خپور کړو چي پکې وئيل شوي دي کال ۲۰۲۵ کې ماشومانو سره د جنسي ځورونو دري زره شپږ سوه او ديرش کيسونه ثبت شوي دي چي پکې دري پنځوس فيصده جينکۍ او ۴۷ فيصده هلکان شامل دي۔ 
 

راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۵ کې په اوسط ډول هره ورځ له ۹ څخه زیات ماشومان د جنسي ځورونې ښکار شوي دي. د غیر دولتي سازمان په وینا، د ۲۰۲۴ کال په پرتله پر ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې اته فيصده زیاتې شوې دي۔ 

 

ساحل خپل راپور کې وئيلي ماشومانو سره د جنسي ځوروني تر ټولو زياتي دري اوويا فيصده پيښي پنجاب څخه رپورټ شوي دي، هم دغه شان ۲۱ فيصده کيسونه پنجاب نه، ۴ فيصده خيبر پښتونخوا نه او دوه دوه فيصده بلوچستان، سرښار اسلام آباد، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان نه ثبت شوي دي۔ 
 

خيبرپښتونخوا کي د ماشومانو حقونو دپاره کار کونکې عمران ټکر وائي ماشومان و ښځي د ټولني کمزوري طبقي دي ځکه دوي زيات ځورولې شي۔ دې وائي په دي هيواد کې د ماشومانو د ژغورني دپاره بلها قوانين موجود دي ولي په صحيح ډول پري عمل درآمد نه کيږي او عام اولس دغه قوانينو باندي پوهاوې او رسائي هم نه لري چي له وجي د ماشومانو ضد جرمونو او ددوي د ځورونو پيښو کې زياتوالې راروان دې۔  
 

شاهد خان په پيښور کې د يو نجي ټي وي خبريال دې او ماشومانو ته ورپيښو ستونځو باندي کار کوي۔ دې وائي د هيواد زيات تره خلق بي وسه دي چي له وجي دوي خپل ماشومانو باندي کم عمرۍ کې مختلف کارونه کوي چي ګټه ورله وکړي، زيات تره ماشومان په کورونو، هوټلو او د کار نورو ځايونو کې د جنسي ځورونو ښکار کيږي، د شاهد خان په خبره ملزمانو ته سزا نه ميلاويدل هم يوه غټه وجه ده چي د ماشومانو ضد جرمونو کې کمي په ځائي زياتوالې راروان دې۔

 

“دلته پاکستان کې بعضي کيسونو کې ملزمان ونيول شي ولي بيا خلق جرګي وکړي نو چي چاسره جنسي ځورونه شوي وي هغوي اکثره بي وسه کورنۍ وي، د ټولني فشار هم وي په دغه خلقو ځکه بيا دوي ملزم معاف کړي اودغه شان ملزمان د سزا نه بچ پاتي شي."
 

د ماشومانو د حقونو مبارز وايي چي که چري په قوانينو په صحيح ډول عمل درآمد وکړل شي، عام اولس ته د قوانينو په اړه پوهاوې او رسائي ورکړل شي نو د ماشومانو ضد جرمونو کې کمي راتللی شي۔