ټانک : د ټانک په بېلابېلو سیمو کي د یکشنبې او دوشنبې، د سپټمبر ۲۷مې او ۲۸مې ترمنځ شپه له نیمې شپې وروسته له دوړو سره سخت باد او ورپسې دروند باران شوی چې له امله یې د کورونو، سولر تختو او برېښنا تاسیساتو ته د زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، باد دومره سخت و چې په یو شمېر سیمو کي یې سولر تختې او د هغو نور وسایل زیانمن کړي او د برېښنا ستنې یې هم اغېزمنې کړې دي. له ځینو سیمو د کورونو د زیانمنېدو راپورونه هم ورکړل شوي، خو تر اوسه د اوښتو زیانونو بشپړ شمېر او اندازه نه ده معلومه.

 

ځايي چارواکو تر دې دمه د ټول ټانک د زیانونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي. تمه ده چې د بېلابېلو سیمو د معلوماتو تر راټولېدو وروسته د زیانونو کره اندازه څرګنده شي. تر اوسه د مرګ‌ژوبلې کوم تایید شوی راپور نه دی ورکړل شوی.