اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان نیشنل های وېز او موټروې پولیس وايي، د ایم-۱ موټروې د اسلاماباد او پېښور ترمنځ په دواړو لورو د هر ډول ترافیکو لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.
د موټروې پولیسو د ټرافیکي لارښوونو له مخې، د ایم-۱۴ موټروې د هکله او کنډل ترمنځ د بیا پرانیستلو کار لا روان دی.
چارواکي وايي، هغه رابط سړک هم لا تړلی دی چې ایم-۱ له هزاره موټروې سره نښلوي او د بېرته پرانیستلو کار یې دوام لري.
د موټروې پولیسو له اسلاماباد څخه ایبټاباد ته تلونکو موټر چلوونکو ته ویلي چې پر ایم-۱ تر برهان انټرچېنج پورې ولاړ شي، هلته ووځي او د جي ټي روډ له لارې د حسن ابدال په لور سفر وکړي. له هغه ځایه بیا د جهاري کس انټرچېنج له لارې هزاره ایکسپریس وې ته داخلېدای شي.
موټروې پولیس زیاتوي چې د این-۵ جي ټي روډ هم د اسلاماباد او پېښور ترمنځ د هر ډول ترافیکو لپاره پرانیستی دی.


شال نیوز