مزارشریف (شال نیوز) : د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د مزارشریف ښار په ۱۲مه ناحیه کې نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه د یوې ځانګړې محکمې له پرېکړې وروسته دولتي بلل شوې ده.

 

وزارت د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ځمکه د «خاتم‌الانبیا پروژې» اړوند ده او د شمال زون د ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې یې په اړه پرېکړه کړې ده.

 

د عدلیې وزارت په وینا، هغو کسانو ته چې دا ځمکه ورسره وه، ویل شوي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته یې وسپاري.

 

وزارت دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر څلور میلیونه جریبه ډېره ځمکه دولتي تثبیت او بېرته ترلاسه شوې ده.

 

دا د طالبانو د عدلیې وزارت شمېرې دي. شال نیوز په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې چې په مزارشریف کې د یادې ځمکې پخواني واک لرونکي څوک دي، د هغوی قانوني اسناد څه وو او ایا د محکمې د پرېکړې پر ضد د اعتراض حق لري که نه.

 

په یوه جلا اقدام کې د نیمروز چارواکو ویلي، په دلارام ولسوالۍ کې یې د هغو کسانو مخه نیولې چې د چارواکو په وینا پر دولتي او عامه ځمکو یې د کورونو جوړولو هڅه کوله. د نیمروز د چارواکو په وینا، د دغو کسانو ساختماني وسایل هم راټول شوي دي.