د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر د لومړي مرستیال، امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر وايي، طالبانو ۱۷ میلیارده افغانۍ په ملي ضد چارو او ملېشو پر ساتلو لګولې چې دا بهیر یې چور بولي.
دې بنسټ پر خپل ایکس پاڼه یو مستند خپور کړی او لیکلي يې دي:
"د طالبانو مشران نه دي توانېدلي چې د خپلو ټولو انډیوالانو او قومي شبکو لپاره په رسمي تشکیلاتو کې ځای پیدا کړي. دا سند ښيي چې څنګه د متفرقه تر نوم لاندې د انډیوالانو او قومي همکارانو د رضایت لپاره موازي بودیجه مصرف شوې ده. ۱۷ میلیارده افغانۍ یې د انډیوالانو لپاره لګولي دي".
زرغون بهیر زیاتوي:
“دا د منظمې چور یوه بېلګه ده. د طالبانو ډله نږدې ۷۰ سلنه ملي عواید د ملېشو د ساتنې او د غیرانکشافي، او تر ډېره د ملي ضد چارو په برخو کې لګوي. پاتې ۳۰ سلنه هم په مبهم او غیرشفاف ډول په ملکي برخو کې لګول کېږي.”
دغه ډله وايي، د دې لګښتونو په سر کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت راځي چې ۷ میلیارده افغانۍ یې لګولي دي.
ورپسې د طالبانو دفاع وزارت، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، کډوالو کمېټه او د سرحدونو کمېټې په ترتیب سره ډېره بودیجه مصرف کړې ده.
د طالبانو حکومت د یادې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.


شال نیوز