کابل (شال نیوز) : د افغانستان بانک وايي، له افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې، اې سي جي ایف، سره یې یو هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې په لومړي پړاو کې پنځو بانکونو او د وړو تمویلاتو یوې ادارې ته شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالر ورکړل شي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد ویلي، دا پیسې به د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د مالي ملاتړ لپاره وکارول شي. د هغه په وینا، بانکونو او مالي ادارو ته به تخنیکي او مسلکي مرسته هم ورکړل شي.
افغانستان بانک نه دي ویلي چې کوم پنځه بانکونه او کومه مالي اداره به دغه مرسته ترلاسه کوي او هرې ادارې ته به څومره پیسې ورکول کېږي.
صدیقالله خالد ویلي، په راتلونکو پړاوونو کې به نور بانکونه او مالي ادارې هم، که ټاکل شوي شرایط پوره کړي، له دې پروګرامه ګټه اخیستلی شي.
هغه ویلي، له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو لپاره به هم د کوچنیو کاروبارونو د پیل او مالي ملاتړ اسانتیاوو ته پام وشي.
د هوکړې له مخې، دواړه خواوې به د اسلامي بانکي خدمتونو، کاروبارونو ته د پیسو د برابرولو او د بانکونو او مالي ادارو د کارکوونکو د روزنې په برخو کې همکاري کوي.
د اې سي جي ایف د امنا پلاوي رئیس راجر توماس پیلټزر ویلي، مؤسسه یې له افغانستان بانک سره د همکاریو د دوام او پراخېدو ملاتړ کوي.
افغانستان بانک وايي، د هوکړې موخه دا ده چې کوچني او منځني کاروبارونه مالي سرچینو ته اسانه لاسرسی پیدا کړي.


شال نیوز