ممبۍ (شال نیوز) : هندۍ اداکارې شویتا تریپاټي ویلي، د «میرزاپور» د ګولو کردار له نږدې نهو کلونو راهیسې د هغې د هنري ژوند برخه ده او د دغه کردار بریا ورته ځانګړې معنا لري.
تریپاټي د یکشنبې، د سپټمبر پر ۲۷مه په خپره شوې مرکه کي ویلي، هغې خپل هنري سفر تر ډېره له خپلواکو او وړو فلمونو پیل کړی و، خو «میرزاپور» یې کار تر ډېرو لیدونکو ورساوه. هغې ویلي، خلک اوس هم په عامه ځایونو کي د هغې پر ځای د «ګولو» په نوم ورغږ کوي.
شویتا وايي، له یوه کردار سره دومره اوږده موده تېرول طبیعي ده چې له هغه سره ځانګړې اړیکه پیدا شي. د هغې په وینا، نږدې نهه کاله یې د ګولو کردار لوبولی او ځکه دغه کردار ورته ځانګړی ارزښت لري.
خو دا لومړی ځل نه دی چې لیدونکو هغې ته د یوه کردار په نوم کتلي دي. تر «میرزاپور» مخکې د «مسآن» فلم له خپرېدو وروسته هم خلکو هغه د «شالو» په کردار پېژندله.
شویتا تریپاټي اوس د فلم جوړولو ډګر ته هم تللې ده. هغې خپل لومړی فیچر فلم «مجهې جان نه کهو، میری جان» د ټورنټو نړیوال فلم فېسټیوال ته وړاندې کړی دی. تریپاټي وايي، غواړي د اداکارۍ ترڅنګ د فلم جوړولو په برخه کي هم کار ته دوام ورکړي.
شویتا تریپاټي په «مسآن» او «میرزاپور» کي د خپلو کردارونو له امله پېژندل شوې او په وروستیو کلونو کي یې په هندي فلمونو او ډرامو کي بېلابېل کردارونه لوبولي دي


شال نیوز