کلفورنیا (شال نیوز) : د سویلي اسیا د ادب او هنر دوه ورځنی فېسټیوال د یکشنبې، د سپټمبر پر ۲۷مه د کلفورنیا په اتهرټن ښار کي خپلې دویمې او وروستۍ ورځې ته داخل شوی دی.

 

دغه فېسټیوال د سپټمبر پر ۲۶مه په مېنلو کالج کي پیل شوی او لیکوالان، شاعران، فلم جوړوونکي، هنرمندان او څېړونکي پکي برخه لري.

 

د سږني فېسټیوال موضوع «نړیوال نظر، د سویلي اسیا روح» ټاکل شوې ده. تنظیموونکي وايي، موخه یې دا ده چې د سویلي اسیا د خلکو کیسې، هنر او ادبي تجربې له سیمې بهر پراخو لیدونکو ته ورسوي.

 

د دوو ورځو په پروګرام کي له ۲۲ زیات بحثونه شامل دي. د کتابونو لوستل، شاعري، هنري نندارتونونه، نڅا او د سویلي اسیا د خوراکونو او هنر بېلابېلې برخې هم پکي ځای لري.

 

د فېسټیوال په ګډونوالو کي د نوبل جایزې ګټونکي کیلاش ستیارتي او وینکي راماکرېشنن، فلم جوړوونکې او اداکاره نندیتا داس، لیکواله شوبها ډې او لیکوال اتیش تاثیر هم شامل دي.

 

فېسټیوال په ځانګړي ډول د سویلي اسیا د هغو خلکو ادبي او هنري تجربې هم راټولوي چې له خپلو هېوادونو بهر ژوند کوي. د کډوالۍ، هویت او له خپل اصلي کلتور سره د اړیکې موضوعات د سږني پروګرام مهمه برخه ده.

 

د سویلي اسیا د ادب او هنر فېسټیوال له څو کلونو راهیسې د سان فرانسسکو د خلیج په سیمه کي جوړېږي او د سیمې د ادب، هنر او کلتور لپاره ګډه غونډه برابروي.