بنو (شال نیوز) : ځايي سرچینې وايي، د بنو د وزیر سب‌ډویژن په هاتي‌خېل سیمه کي وسله والو ۱۳ کسان هغه مهال نیولي چې د ناامنۍ له امله یې له خپلو کورونو خوندي سیمو ته کډه کوله.

 

د ډان د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې د راپور له مخې، دغه کسان د جمعې پر ورځ په هغو ګاډو کي روان وو چې د کور سامانونه پکي بار وو. وسله والو ګاډي درولي او کسان یې له ځان سره بیولي دي.

 

د راپور له مخې، د نیول شویو لسو کسانو نومونه معلوم شوي، خو د دریو نورو هویت لا نه دی څرګند شوی. پولیسو تر اوسه د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی، خو ډان د پولیسو د سرچینو له قوله د ۱۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

 

په ټولنیزو رسنیو کي یو عکس هم خپور شوی چې ویل کېږي نیول شوي کسان پکي ښکاري. په عکس کي یو بل کس هم لیدل کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کي د تحریک طالبان پاکستان د ځايي قوماندان ناصر، مشهور په «ګیدړ»، په نوم یاد شوی دی.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې عکس د همدې پېښې دی او یا پکي ښکاره کسان څوک دي.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، په هاتي‌خېل او شاوخوا غرنیو سیمو کي د وسله والو، پولیسو او د ځايي امن کمېټې ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ځینې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.

 

ځینو اوسېدونکو دا هم ویلي چې وسله وال د کډه کېدونکو کورنیو د وتلو مخه نیسي او ترې پیسې غواړي. شال نیوز د دغو خبرو خپلواک پخلی نه دی کړی او تر اوسه د پولیسو یا ضلعي انتظامیې له خوا هم په دې اړه تفصیلي معلومات نه دي خپاره شوي.

 

هاتي‌خېل د بنو له هغو سیمو څخه ده چې په وروستیو میاشتو کي پکي د امنیتي ځواکونو، وسله والو او ځايي امن ډلو ترمنځ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د روان کال په فبرورۍ کي هم په سیمه کي د ناامنۍ له امله امنیتي عملیات شوي وو.