پېښور (شال نیوز) : پېښور های کورټ د خېبر پښتونخوا د پولیسو له مشر څخه د صوبايي وزیر فضل شکور خان د ورکېدو په اړه راپور غوښتی او ویلي یې دي چې پولیس دې د هغه د موندلو لپاره پلټنې وکړي.
د جسټس سید ارشد علي او جسټس کامران حیات میانخېل دوه کسیزې ډلې د جمعې، د سپټمبر ۲۵مې پر ورځ د فضل شکور د ورور له خوا د هغه د موندلو لپاره پر شوې درخواست اورېدنه وکړه.
د فضل شکور وکیل بشیر خان وزیر عدالت ته وویل، صوبايي وزیر پېښور ته روان و چې د پېښور موټروې ټال پلازې ته نږدې له خپل موټر څخه په زور ښکته او له ځان سره یووړل شو.
فضل شکور د سپټمبر پر ۲۱مه له خپل ډرېور قیصر خان او پولیس کانسټېبل مجاهد سره یو ځای ورک شوی و. د هغه ورور پولیسو ته ویلي چې نامعلومو وسله والو د دوی موټر درولی او درې واړه یې له ځان سره بیولي وو.
پولیس وايي، ډرېور او کانسټېبل وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي، خو فضل شکور لا نه دی موندل شوی. د پېښې په اړه د پېښور په چمکنۍ تاڼه کي د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه هم درج شوې ده.
عدالت د خېبر پښتونخوا د پولیسو له مشر څخه د پلټنو راپور غوښتی او د قضیې بله اورېدنه یې د اکتوبر لومړۍ ته ټاکلې ده.


شال نیوز