لکي مروت (شال نیوز) : د لکي مروت پولیس وايي، د عبدالخېل په سیمه کي وسله والو پر یوې ریکشې ډزې کړې چې درې کسان پکي وژل شوي او درې نور ژوبل دي. پېښه د دره پېزو د شهید هیبت علي خان تاڼې په حدودو کي شوې ده.

 

پولیس وايي، په ډزو کي عمیر، صادق امین او علیان وژل شوي، او امدادالله، اصف الله او اعجاز خان ژوبل شوي دي.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه کسان شاه حسن‌خېل ته د کرکټ سیالۍ کتلو ته تللي وو. د بېرته ستنېدو پر مهال پرې ډزې شوې دي.

 

بریدګر له سیمې تښتېدلي دي. پولیسو تر اوسه د برید د علت په اړه څه نه دي ویلي او کومې وسله والې ډلې یې مسوولیت هم نه دی منلی.