واشنګټن (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ،زلمي خلیلزاد، د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف پر هغې وینا نیوکه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې وه.

 

شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کي ویلي وو چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، بنسټیزو حقونو ته باید درناوی وشي.

 

زلمي خلیلزاد د شهباز شریف د دغو خبرو په غبرګون کي پر اېکس لیکلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو تګلارې دا پوښتنه راپورته کوي چې اسلام‌اباد د افغانانو د هوساینې په اړه څومره ژمن دی.

 

 

 

خلیلزاد د خپلو نیوکو په ترڅ کي د افغان جګړې پر مهال د وسله والو ډلو په اړه د پاکستان پر تګلارې او په دغه هېواد کي له افغان کډوالو سره پر چلند هم نیوکه کړې ده. خو خلیلزاد ورسره ویلي چې افغانستان او پاکستان باید تر اوسنیو اړیکو ډېرې ښې اړیکې ولري.

 

هغه لیکلي:

 

«افغانستان او پاکستان تر دې ډېرې ښې اړیکې غواړي او باید یې ولري. له سره پیل ته اړتیا ده.»

 

د خلیلزاد څرګندونې په داسې وخت کي دي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د سرحدي نښتو، پاکستان ته د وسله والو د اوښتو د تورونو او پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ترینګلې دي.

 

پاکستان وايي، تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي. د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي، افغانستان د پاکستان د امنیتي ستونزو مسوول نه دی.

 

زلمي خلیلزاد اوس د امریکا د حکومت استازیتوب نه کوي او دا څرګندونې یې شخصي دریځ دی.