کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت مرستیال هارون الرشید شېرزاد له منظور پښتین غوښتي چې د پښتنو د امنیت لپاره د ۲۴۰ زره کسانو د یوه منظم ځواک د جوړېدو مشري پر غاړه واخلي.
شېرزاد په یوه بیان کي ویلي، منظور پښتین د پښتنو په قامي جرګه کي د ۲۴۰ زره کسانو د یوه جوړښت نظریه وړاندې کړې وه، خو د ده په وینا، تر اوسه یې د عملي کېدو لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي.
هغه ویلي، منظور پښتین باید د دې طرحې د عملي کولو مشري وکړي او دی چمتو دی چې خپله پوهه، تجربه او مسلکي خدمتونه ورسره شریک کړي.
شېرزاد ټینګار کړی چې د ده وړاندیز د یوې خپلسرې یا وسلهوالې ډلې د جوړولو لپاره نه دی. د هغه په وینا، داسې یو جوړښت باید قانوني، مسلکي، ولسي، غیرحزبي او حساب ورکوونکی وي او له بهرني نفوذ څخه خپلواک پاتې شي.
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۳مه د خیبر په رېګي للمه کي د پښتنو قامي جرګې د ۲۴۰ زره کسانو د یوه غیرمسلح لښکر د جوړولو خبره کړې وه. د هغه مهال په راپورونو کي دا د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره ولسي جوړښت بلل شوی و، نه وسلهوال امنیتي ځواک.
شېرزاد په خپل تازه بیان کي وړاندیز کړی چې منظور پښتین دې د دغه جوړښت د جوړېدو تر وخته له پښتونخوا بهر واوسي. د هغه په خبره، په پاکستان کي د منظور پښتین د فعالیت اوسني شرایط د هغه ازاد او خوندي فعالیت ستونزمنوي.
هغه دا وړاندیز هم کړی چې د طالبانو حکومت دې منظور پښتین ته افغان پاسپورټ ورکړي، څو افغانستان او نورو هېوادونو ته په قانوني ډول سفر وکړای شي.
شېرزاد ویلي، دی به دا یوازې یوه کس ته د سفر اسانتیا ونه ګڼي، بلکې د یوه پښتون مدني او سیاسي فعال د خوندي فعالیت لپاره به یې د ملاتړ نښه وبولي.
تر دې دمه منظور پښتین یا پښتون ژغورنې غورځنګ د شېرزاد دې وړاندیز ته علني غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز