کابل (شال نیوز) : په کابل کي ځینې ټکسي چلوونکي وايي، د طالبانو د حکومت له بندیز سربېره په خپلو موټرو کي موسیقي اوري، خو د امر بالمعروف د کسانو او امنیتي پوستو په لیدلو یې بندوي.
فرانس پرېس په یوه راپور کي د ۲۸ کلن رویین په نوم د یوه ټکسي چلوونکي کیسه کړې ده. د هغه بشپړ نوم د امنیتي اندېښنو له امله نه دی ښودل شوی.
رویین وايي، افغان او نورې سندرې اوري، خو کله چې امنیتي پوستې ته نږدې شي، موسیقي بندوي. هغه وايي، نه غواړي د سندرو اورېدو له امله له چارواکو سره ستونزه پیدا کړي.
یوه بل ۳۲ کلن ټکسي چلوونکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، فرانس پرېس ته ویلي چې موسیقي هغه وخت اوري چې په موټر کي یوازې وي.
د هغه په وینا، دوه ځله په امنیتي پوستو کي درول شوی دی. دی وايي، یو ځل یې د موسیقۍ یو اېس بي او بل ځل میموري کارډ ترې اخیستل شوي او مات کړل شوي دي. هغه وايي، موسیقي د افغان کلتور برخه ده او دی نه غواړي چې له موسیقۍ لاس واخلي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کي تر بیا واکمنېدو وروسته پر موسیقۍ پراخ بندیزونه لګولي دي. د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت موټر چلوونکو ته هم ویلي چې په موټرو کي موسیقي وانه وري.
فرانس پرېس وايي، له دغه وزارت څخه یې پوښتلي چې په موټر کي د موسیقۍ اورېدو په صورت کي له چلوونکو سره څه ډول چلند کېږي، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
په تېرو کلونو کي د امر بالمعروف ادارې په ځینو ولایتونو کي د موسیقۍ د الاتو د راټولولو او سوځولو خبرونه هم ورکړي دي. د وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر فرانس پرېس ته ویلي چې له خلکو څخه د اخیستل شویو موسیقي الاتو د شمېر په اړه معلومات نه لري.
د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکي په کابل کي په ټکسیانو، دوکانونو، رستورانتونو او نورو عامه ځایونو کي موسیقي عامه وه، خو اوس یې غږ ډېر کم اورېدل کېږي.
د شمس الله احمد په نوم یوه ۲۹ کلن محصل فرانس پرېس ته ویلي چې د ټکسي نیولو پر مهال داسې موټر خوښوي چې موسیقي پکي وي. هغه وايي، په موټر کي په ټیټ غږ سندرې اورېدل ورته تر هیډفون ښه دي.
رویین وايي، هغه وختونه یې یادېږي چې په کابل کي به خلکو موسیقي اورېده او په ودونو او نورو خوشالیو کي به یې نڅا کوله.
د دغو ټکسي چلوونکو خبرې ښيي چې د بندیز سربېره موسیقي په کابل کي په بشپړ ډول نه ده ورکه شوې، خو هغه کسان چې لا یې هم اوري، وايي په احتیاط یې اوري.


شال نیوز