ناګویا (شال نیوز) : د پاکستان سکواش لوبغاړو نور زمان او محمد اشعب عرفان د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې پر ورځ د اسیايي لوبو د نارینهوو په انفرادي سیالیو کي د برونزو مډالونه ګټلي دي. دواړه لوبغاړي په نیمه پایلوبو کي مات شول او د سیالیو د اصولو له مخې یې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
محمد اشعب عرفان په لومړۍ نیمه پایلوبه کي د هند له ابهای سنګ سره مخ شو. سنګ لومړۍ لوبه ۱۱ـ۳ وګټله. په دویمه لوبه کي اشعب ښه مقابله وکړه، خو ۱۲ـ۱۰ یې وبایلله. هندۍ لوبغاړي درېیمه لوبه هم ۱۱ـ۶ وګټله او په ۳ـ۰ بریا سره پایلوبې ته ووت. دغه سیالي ۳۵ دقیقې روانه وه.
اشعب تر دې وړاندې په کوارټر فاینل کي د هند ویر چوتراني ته ۳ـ۱ ماتې ورکړې وه او نیمه پایلوبې ته رسېدلی و.
په دویمه نیمه پایلوبه کي نور زمان د مالیزیا له اېن یو نګ سره ولوبېد. نور په لومړۍ لوبه کي تر یوه وخته ۷ـ۵ مخکي و، خو مالیزیايي لوبغاړي پرلهپسې شپږ پواینټونه واخیستل او لوبه یې ۱۱ـ۷ وګټله. هغه ورپسې دویمه لوبه ۱۱ـ۲ او درېیمه ۱۱ـ۴ وګټله. ټوله سیالي ۲۶ دقیقې روانه وه.
نور زمان په کوارټر فاینل کي د هانګ کانګ چي هین هنري لیونګ ته ۳ـ۱ ماتې ورکړې وه.
د پاکستان لپاره دا نتیجه ځکه هم مهمه ده چې نور زمان او اشعب عرفان دواړه د نارینهوو انفرادي سکواش نیمه پایلوبو ته رسېدلي وو. د پاکستان سکواش فدراسیون وايي، پاکستان له ۱۷ کلونو وروسته د اسیايي لوبو د سکواش په انفرادي سیالیو کي بیا د مډالونو جدول ته ستون شو.
د سرو زرو د مډال لپاره به د هند ابهای سنګ او د مالیزیا اېن یو نګ سره مخامخ کېږي.


شال نیوز