جاپان (شال نیوز) : مالیزیا د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې پر ورځ د اسیايي لوبو د نارینه وو په هاکي کې پاکستان ته د څلورو په مقابل کې په پنځو ګولونو ماتې ورکړه.
د پاکستان سفیان خان په دې لوبه کې څلور ګولونه ووهل. هغه ټول څلور ګولونه د پنالټي کارنرونو له لارې ووهل او په روانو اسیايي لوبو کې یې د ګولونو شمېر نهو ته ورسېد.
د درېیم کوارټر تر پایه لوبه درې ـ درې برابره وه. پاکستان وروسته څلور ـ درې مخکې شو، خو مالیزیا د لوبې په وروستیو دقیقو کې دوه نور ګولونه ووهل او لوبه یې پنځه ـ څلور وګټله.
دا په روانو اسیايي لوبو کې د پاکستان لومړۍ ماتې ده. پاکستان تر دې وړاندې تایلنډ، ازبکستان او چین ته ماتې ورکړې وې. پاکستان به د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر ورځ له عمان سره خپله وروستۍ ګروپي لوبه کوي.


شال نیوز