نورستان (شال نیوز) : په نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د دوی د مخالفو وسله والو ډلو ۱۵ غړي ورسره یوځای شوي او خپلې وسلې یې سپارلې دي.

 

«هندوکش غږ» د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ۵۰ نورو کسانو هم د تسلیمېدو غوښتنه کړې ده.

 

 

تر دې دمه د دغو ۱۵ کسانو هویت، دا چې د کومې ډلې غړي وو، په کومه ولسوالۍ کې تسلیم شوي او څومره وسلې یې سپارلې دي، په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

 

همداراز د ۵۰ نورو کسانو د تسلیمېدو د غوښتنې په اړه هم له طالبانو پرته د بلې سرچینې تایید نه دی موندل شوی