پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په لمنه کې د حسن خېلو اړوند د بورې پسته ونه په سیمه کې د کان د نړېدو له امله درې کسان مړه شوي دي.

 

د ژغورنې ادارې «ریسکیو ۱۱۲۲» ویاند بلال احمد فیضي ویلي، د سپتمبر په ۲۶مه، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او د ملبې لاندې د بندو کسانو د موندلو لپاره یې د لټون او ژغورنې عملیات پېل کړل.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، په دې عملیاتو کې څلور امبولانسونه، دوه د ناورینونو پر مهال د ژغورنې وسایط او له ۲۰ ډېر ژغورونکي شامل وو.

 

د ژغورنې ډلې وايي، د سیمې د ستونزمن جغرافیایي وضعیت سربېره یې عملیات بشپړ کړي او د کان له ملبې څخه یې د درې واړو کسانو مړي را ایستلي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، په پېښه کې د وژل شویو کسانو پېژندنه د ۲۸ کلن حفیظ، ۲۷ کلن انزر ګل او ۳۰ کلن حفیظ الله په نومونو شوې ده.

 

د پېښې د لامل او د کان د خوندیتوب د وضعیت په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.