کابل (شال نیوز) : اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د کابل او نوي ډهلي ترمنځ یې د مال وړونکو الوتنو شمېر له یوې څخه دوو ته په ورځ کي لوړ کړی دی.
شرکت د شنبې، د سپتمبر ۲۶مې پر ورځ ویلي، تر دې وړاندې به په دې لار هره ورځ یوه مال وړونکې الوتنه کېده، خو اوس به هره ورځ دوه الوتنې د سوداګریزو مالونو د لېږد لپاره کېږي.
اریانا وايي، د الوتنو د زیاتولو هدف د سوداګرو لپاره د مالونو د لېږد اسانه کول او د افغانستان د صادراتو او وارداتو ملاتړ دی.
دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه شوی چې اریانا د مالونو د لېږد لپاره یوه بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ الوتکه کابل ته راوسته. د افغانستان د دولتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، دغه الوتکه په یوه سفر کي شاوخوا ۱۷ ټنه مال وړلی شي.
د چارواکو په وینا، اریانا دغه الوتکه د متحده عربي اماراتو له «ایر چارټر اېکسپرېس» شرکت سره د یوه کال تړون له مخې اخیستې ده.
اریانا په وروستیو میاشتو کي د کابل او نوي ډهلي ترمنځ خپلې الوتنې زیاتې کړې دي. شرکت وايي، هڅه کوي د هوا له لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد خدمتونه نور هم پراخ کړي، څو افغان سوداګر خپل توکي په لږ وخت کي بهرنیو بازارونو ته ورسوي.
هند د افغانستان د تازه او وچو مېوو، زعفرانو او یو شمېر نورو صادراتي توکو له بازارونو څخه دی. د هوا له لارې لېږد په ځانګړي ډول د هغو توکو لپاره مهم دی چې باید په لږ وخت کي بازار ته ورسېږي.


شال نیوز