کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ،هدایت‌ الله بدري، د کابل د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سیمه کې د یاقوتو له کان څخه لیدنه کړې ده.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، بدري د کان د استخراج چارې کتلي او له قراردادي شرکت «اریانا هایلنډ» څخه یې غوښتي چې په تړون کې شوې ژمنې عملي کړي.

 

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کانونو وزیر د شرکت له مسوولینو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د سیمې خلکو ته دې د تړون له مخې ټولنیز خدمتونه برابر شي.

 

بدري د جګدلک له یو شمېر اوسېدونکو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي. وزارت وايي، هغه د دغو ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

 

جګدلک د کابل ختیځ ته د سروبي ولسوالۍ یوه غرنیزه سیمه ده چې د یاقوتو او نورو قیمتي ډبرو کانونه لري.