کندهار (شال نیوز) : په افغانستان کې د ایران د سفارت مرستیال ،سید حسن مرتضوي، قندهار ته تللی او هلته یې د طالبانو له چارواکو سره د ایران او افغانستان پر اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

 

ایراني رسنیو ،دسپتمبر په ۲۶مه، ویلي، مرتضوي د قندهار له والي محمد علي حنفي، مشهور په ملا شیرین، سره لیدلي او دواړو د سوداګرۍ، پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراخولو خبرې کړې دي.

 

خو په افغانستان کې یوې سرچینې ویلي چې ملا شیرین له ایراني چارواکي سره نه دي لیدلي. تر اوسه د قندهار د والي دفتر په دې اړه داسې معلومات نه دي خپاره کړي چې د دواړو راپورونو ترمنځ توپیر روښانه کړي.

 

د طالبانو ویاند ،ذبیح‌ الله مجاهد، بیا له مرتضوي سره خپله لیدنه تایید کړې ده. مجاهد ویلي، په دې کتنه کې پر اقتصادي او ټولنیزو چارو او د ایران او افغانستان ترمنځ پر نورو ګډو موضوعاتو خبرې شوې دي.

 

ملا شیرین د طالبانو له پخوانیو چارواکو څخه دی او د طالبانو له مشر هبت‌ الله اخوندزاده سره نږدې اړیکې لري. قندهار د طالبانو د حکومت مهم سیاسي مرکز دی. هبت‌ الله اخوندزاده هم په همدې ولایت کې مېشت دی او د طالبانو یو شمېر مهمې پرېکړې له قندهاره کېږي.

 

د ایران د سفارت د مرستیال دا سفر په داسې وخت کې شوی چې تهران او طالبان د سوداګرۍ، سرحدي چارو او سیمه‌ ییزو موضوعاتو په اړه اړیکې لري.