مانسهره (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د کولایي پالس غړي سردار ریاض کورنۍ وايي، نوموړی په مانسهره کې ناپېژانده کسانو تښتولی او ناڅرګند ځای ته یې وړی دی. د کورنۍ په وینا، پېښه د جمعې، د سپتمبر ۲۵مې پر ورځ شوې ده.

 

کورنۍ وايي، له تښتول کېدو وروسته له سردار ریاض سره اړیکه نه ده شوې او تر اوسه یې د ځای په اړه معلومات نه لري. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې نوموړی د مانسهرې له کومې سیمې تښتول شوی او د پېښې پر مهال ورسره نور کسان هم وو که نه.

 

پولیسو تر اوسه د پېښې په اړه تفصیلي معلومات نه دي خپاره کړي.

 

سردار ریاض د کولایي پالس له حلقې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی او له تحریک انصاف سره تړلی سیاستوال دی. تر اوسه کومې ډلې د هغه د تښتولو مسؤلیت نه دی منلی.