کوټه (شال نیوز) : د کوټې انتظامیې اړوندو ادارو ته ویلي چې په ښار کې د پخوانیو لویو چاودنو د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو یو ګډ او تایید شوی ریکارډ جوړ کړي.
د کوټې ډپټي کمشنر مهرالله بادیني ،د سپتمبر په ۲۵مه، روغتیا، سوشل ویلفیئر، سي ټي ډي او نورو اړوندو ادارو ته ویلي چې د چاودنو په اړه موجود معلومات سره راټول او یو شان کړي. په دې کار کي به د پښین سټاپ او چمن پھاټک په ګډون د لویو چاودنو ریکارډونه بیا وکتل شي.
چارواکي وايي، په نوي ریکارډ کې به د وژل شویو او ژوبلو کسانو شمېر، د اغېزمنو کورنیو معلومات او ودانیو، دوکانونو، موټرو او نورو شتمنیو ته اوښتي زیانونه شامل وي.
د دې کار هدف دا ښودل شوی چې د بېلابېلو سرکاري ادارو په ریکارډونو کي د مرګژوبلې او زیانونو د شمېرو ترمنځ موجود توپیرونه ختم او یو تایید شوی ریکارډ جوړ شي. تر اوسه نه دي ویل شوي چې دا بهیر به کله بشپړېږي او وروستی ریکارډ به عامو خلکو ته هم خپرېږي که نه.


نعيم اچکزئي