جاپان (شال نیوز) : پاکستان د اسیايي لوبو د نارینه‌ وو په هاکي کې خپل ښه پېل ته دوام ورکړی، چین یې درې ـ صفر مات کړی او په پرله‌ پسې درو لوبو کې یې درېیمه بریا ترلاسه کړې ده. په سکواش کې هم نور زمان او اشعب عرفان کوارټر فاینل ته رسېدلي، خو په کبډي کې د ایران پر وړاندې له ماتې وروسته د پاکستان سفر پای ته رسېدلی دی.

 

د هاکي په لوبه کې پاکستان د چین پر وړاندې په لومړي کوارټر کي ګول ونه شو کړای، خو په دویم کوارټر کي یې په نهو دقیقو کي درې ګولونه ووهل او د لوبې واګې یې په لاس کي واخیستې.

 

ابوبکر محمود په ۱۹مه دقیقه کې د پاکستان لومړی ګول وکړ. پنځه دقیقې وروسته سفیان خان دویم ګول وواهه او حنان شاهد په ۲۸مه دقیقه کې درېیم ګول وکړ. چین تر پایه د پاکستان دفاع ماته نه کړای شوه او لوبه درې ـ صفر پای ته ورسېده.

 

پاکستان تر دې مخکي په خپلو لومړیو دوو سیالیو کې هم بریالی شوی و. پاکستان تایلنډ نهه ـ صفر او ازبکستان پنځه ـ یو مات کړي وو. په دې توګه پاکستان په لومړیو درو سیالیو کې ټول ۱۷ ګولونه وهلي او یوازې یو ګول یې خوړلی دی.

 

په سکواش کې هم پاکستاني لوبغاړو ښه لوبه کړې ده. نور زمان د کویت عمار التمیمي ته درې ـ صفر ماتې ورکړې او کوارټر فاینل ته رسېدلی دی. محمد اشعب عرفان هم د سعودي عرب محمد النفسان درې ـ صفر مات کړی او د اتو غوره لوبغاړو پړاو ته یې لار موندلې ده.

 

خو په کبډي کې د پاکستان لوبډله ونه توانېده چې خپل سفر ته دوام ورکړي. ایران پاکستان ته ۵۱ ـ ۳۰ ماتې ورکړه او له دې سره پاکستان له سیالیو ووت. ایران له پېله پر لوبه برلاسی و او پاکستان ونه توانېد چې د نمرو واټن راکم کړي.

 

د پاکستان لپاره د ورځې پایلې په نورو لوبو کې ګډې وې. د سوک‌وهنې، مېز ټېنس او شمشېر وهنې په ځینو سیالیو کې پاکستاني لوبغاړو ماتې وخوړې او له خپلو اړوندو پړاوونو ووتل.

 

د پاکستان لپاره تر دې دمه هاکي او سکواش د پام وړ برخې پاتې شوې دي. د هاکي لوبډلې درې پرله‌ پسې بریاوې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې په سکواش کې نور زمان او اشعب عرفان لا هم د مډال لپاره په سیالیو کې پاتې دي.