جاپان : نیپال د اسیايي لوبو د نارینه‌ وو په شل اوریز کرکټ کې افغانستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړې ده. افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۲ منډې وکړې.

 

نیپال د ۱۰۳ منډو هدف په ۱۷ اعشاریه دوو اورونو کي د پنځو ویکټو په تاوان پوره کړ او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله. دا په روانو اسیايي لوبو کې د افغانستان لومړۍ ماتې ده. افغان لوبډلې تر دې مخکي جاپان ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړې وه.