پېښور (شال نیوز) : پېښور کې د احتمالي احتجاج له امله د ریډ زون او صوبايي اسمبلۍ ته څېرمه سیمو کې د کانټینرونو د اېښودلو لړۍ پېل شوې ده. د سرچینو په وینا، د سپتمبر په ۲۵مه، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته اته کانټینرونه وړل شوي او د کینټ په بېلابېلو سیمو کې هم د کانټینرونو د اېښودلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
سرچینې وایي، که اړتیا وه، د مهمو دولتي ودانیو د امنیت لپاره به د تګ راتګ ځینې لارې د کانټینرونو په وسیله وتړل شي. د سرچینو په وینا، د پشتخرې او باچا خان څلورلارې له لوري د کینټ سیمې ته د تلونکو لارو د خوندي کولو لپاره هم اقدامات کېږي.
د کانټینرونو د اېښودلو ځایونه د کور کمانډر له کور، سرینا هوټل، پېښور هایي کورټ او یو شمېر نورو مهمو ځایونو ته نږدې دي. چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي چې کانټینرونه د کوم ځانګړي لاریون یا احتجاج د مخنیوي لپاره اېښودل کېږي.


سلمان یوسفزی