پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د قدرتي افتونو ملي ادارې خبرداری ورکړی چې د سپتمبر له ۲۵مې تر ۳۰مې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر غرنیو سیمو کې سخت باران د ناڅاپي سېلابونو او ځمکې ښوېدو خطر زیاتولی شي.

 

د ادارې په خبرداري کې سوات، باجوړ، بر او کوز دیر، کوهستان، کولایي پالس، بټګرام او مانسهره د هغو سیمو په ډله کې یاد شوي چې د سخت باران او ناڅاپي سېلابونو له خطر سره مخ کېدی شي.

 

اداره وايي، لوېدیځ باراني سسټم د سپتمبر پر ۲۵مه او ۲۶مه زور اخلي او په ځینو سیمو کې د سخت باران ترڅنګ تندر او ږلۍ هم کېدی شي.

 

چارواکو په غرنیو سیمو، خوړونو او سیندونو ته څېرمه اوسېدونکو خلکو ته ویلي چې احتیاط وکړي او د اوبو د کچې د ناڅاپي لوړېدو په صورت کې له خطرناکو ځایونو ځانونه لرې وساتي. د قدرتي افتونو ادارې اړوندو ادارو او بیړنیو مرستندویه ډلو ته هم د تیارسۍ سپارښتنه کړې ده.