بدخشان (شال نیوز) : راپورونه وايي، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو یو پلاوی بدخشان ته رسېدلی چې د «سپاهي میهن» جبهې پوځي قوماندان ،قیوم ملنګ، له وسله والې مبارزې لاس اخیستو او خبرو ته وهڅوي.
په پلاوي کې د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف، د پوځ لوي درستیز فصیح الدین فطرت، د اروزګان والي شمس الدین شریعتي، د کندهار مرستیال والي او د بدخشان یو شمېر طالب قوماندانان شامل دي.
قیوم ملنګ هم په یفتل کې د پلاوي شتون تایید کړی او ویلي یې دي چې د سیمې مشرانو ورته د پلاوي د راتګ خبر ورکړی دی. ملنګ ویلي: «ما وویل چې زموږ ستونزه په خبرو نه حل کېږي. ټول یفتل تر سخت فشار لاندې دی.»
د سرچینو په وینا، د سپتمبر پر ۲۴مه شپه په یفتل کې یوه غونډه شوې او د پلاوي د غړو او قیوم ملنګ ترمنځ لومړنۍ اړیکه هم ټینګه شوې ده. تر اوسه د طالبانو حکومت د دې خبرو د پایلو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
قیوم ملنګ د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو له قوماندانانو څخه و او اوس د «سپاهي میهن» جبهې پوځي قوماندان دی. د هغه نوم د جولایۍ په منځ کې هغه مهال ډېر مطرح شو چې دغې جبهې د بدخشان پر یفتل ولسوالۍ برید وکړ.
د سپاهي میهن وسله والو په هغه برید کې له طالبانو سره تر جګړې وروسته د څو ساعتونو لپاره د کوز یفتل ولسوالۍ مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوست. وروسته طالبانو بېرته پر سیمه کنټرول ترلاسه کړ. د طالبانو لوي درستیز فصیح الدین فطرت هم له دغې پېښې وروسته یفتل ته تللی و.
د طالبانو د اوسني لوړپوړي پلاوي سفر ځکه مهم دی چې د جولایۍ له وسله والې نښتې وروسته دا ځل له قیوم ملنګ سره د خبرو له لارې د شخړې د حل هڅه کېږي. تر دې دمه داسې کومه تایید شوې نښه نه شته چې ملنګ دې د وسلې اېښودو یا له طالبانو سره جوړجاړي ته چمتو شوی وي.


شال نیوز