پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپریدي پولیسو ته ویلي، که د ده یا د بل هر چا له خوا ورته غیرقانوني حکم ورکول کېږي، باید ونه یې مني او خپل پام د خلکو امنیت او د وسله والو پر ضد مبارزې ته وساتي.

 

سهېل اپریدي ،د سپتمبر پر ۲۴مه، د صوبې د امن او امان په اړه د پولیسو له لوړپوړو چارواکو سره په غونډه کې وویل، چې له اعلا وزیر کېدو راهیسې یې پولیسو ته د سیاسي یا شخصي غچ اخیستو او د چا پر ضد د ناسمې مقدمې جوړولو حکم نه دی ورکړی.

 

هغه وویل، که اعلا وزیر پولیسو ته غیرقانوني حکم نه ورکوي، بل څوک هم حق نه لري چې پولیس داسې کار ته اړ کړي. د ده په وینا، پولیس باید د هر غیرقانوني حکم په وړاندې «نه» ووایي.

 

په غونډه کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید او نورو لوړپوړو پولیس چارواکو هم ګډون کړی و.

 

اعلا وزیر وویل، د صوبې پولیس له کلونو راهیسې له وسله والو سره په جګړه بوخت دي او باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي. هغه د پولیسو لپاره د زغره‌ والو ګاډو، جېمرونو او د ډرون ضد وسایلو په رسولو کې پر ځنډ هم اندېښنه څرګنده کړه.

 

تر دې یوه ورځ مخکې سهېل اپریدي د صوبايي کابینې په غونډه کې تور لګولی و چې په شخصي جامو کې کسانو په وروستیو ورځو کې د تحریک انصاف غړي، عهده‌ داران او منتخب استازي په نښه کړي دي.

 

هغه دا دعوه هم کړې وه چې د صوبايي وزیر شکیل خان د وژلو او تښتولو هڅه شوې، خو بریدګر په دې کې بریالي نه شول. د اعلا وزیر دا تور په رسمي حکومتي بیان او رسنیو کې خپور شوی، خو شال نیوز په خپلواکه توګه د شکیل خان د وژلو یا تښتولو د هڅې پخلی نه شي کولی.