بټګرام (شال نیوز) : په خیبر پښتونخوا کې د سخت باران، ږلۍ او ناڅاپي سېلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او په بېلابېلو ضلعو کې کورونو، فصلونو او نورو شتمنیو ته زیان رسېدلی دی.

 

په بټګرام کې د الایي تحصیل په کنډ سیمه کې یوه اووه کلنه نجلۍ، د هغې څلور کلن ورور او مور یې سېلاب وړي دي. چارواکي وايي د هلک مړی موندل شوی، مور یې ژوبله شوې او د نجلۍ د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.

 

په مانسهره کې هم سخت باران او ږلۍ ناڅاپي سېلابونه راوستي دي. د اکبر خان روډ په سیمه کې یوې ښځې او یوې نجلۍ ته سېلاب ورغلی؛ د ښځې مړی موندل شوی او د نجلۍ لټون روان دی.

 

په شانګله کې د بشام د بټیال په سیمه کې د سخت باران او ناڅاپي سېلاب وروسته ځمکه ښوېدلې او شاهراه قراقرم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د بشام مرستیال کمېشنر سید جاوېد اقبال ویلي، سېلاب یو شمېر کورونه بشپړ ویجاړ کړي او ځینو نورو ته یې جزوي زیان رسولی دی.

 

په باجوړ او مومندو کې هم سخت باران او ږلۍ فصلونو، سبزیو، موټرو او سولر تختو ته زیان رسولی دی. د مومندو د ضلعي انتظامیې د لومړنیو معلوماتو له مخې، یوازې د امبار په تحصیل کې ۱۲۷ کناله فصلونه او ۱۴۶ سولر تختې زیانمنې شوې دي.

 

په اورکزو، هزاره ډویژن او د خیبر پښتونخوا په ځینو نورو سیمو کې هم د باران او ږلۍ راپورونه ورکړل شوي دي. د ژغورنې ادارې په اغېزمنو سیمو کې د ورکو کسانو لټون او د زیانونو ارزونه کوي.