کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه خبره رد کړې چې په پاکستان کې نیول شوي ۴۶۳ کیلوګرامه کرسټال مېت یې له افغانستانه سرچینه اخیستونکي بللي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي ،د سپتمبر په ۲۵مه، ویلي، په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له خوا نیول شویو نشي موادو ته د «افغانستاني اصل» نسبت ورکول بې بنسټه او په سیاسي انګېزه ولاړه خبره ده. بلخي ویلي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نشي موادو پر تولید او قاچاق بندیز لګولی دی.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي وو چې د امریکا د نشي موادو پر ضد ادارې او د پاکستان د نشي موادو پر ضد ځواک په ګډو هڅو ۴۶۳ کیلوګرامه کرسټال مېت نیولي دي.
د سفارت په وینا، د دغو نشي موادو ارزښت شاوخوا ۲۱ میلیونه ډالره دی او سریلانکا ته لېږدول کېدل. امریکايي سفارت دغه مواد «افغانستاني اصل» بللي او ویلي یې دي چې د عملیاتو په تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.
خو په خپرو شویو معلوماتو کې داسې خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي نیول شوي نشي مواد په افغانستان کې تولید شوي وو.
د طالبانو حکومت د امریکا دا نسبت په داسې وخت کې ردوي چې د افغانستان د نشي موادو د تولید او قاچاق موضوع له کلونو راهیسې د کابل، ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو ادارو ترمنځ د بحث یوه مهمه موضوع ده.


شال نیوز