بره دیر (شال نیوز) : د بره دیر په واړۍ جرګه هال کې ،د سپتمبر په ۲۴مه، د پاکستان تحریک انصاف مشرانو او کارکنانو یوه لویه غونډه کړې چې موخه یې د سپتمبر پر ۲۷مه د عمران خان د خوشي کېدو لپاره اسلام‌ اباد ته د اعلان شوي احتجاج او لاریون تیاری دی.

 

په غونډه کې له بره دیر د قامي اسمبلۍ غړي صاحبزاده صبغت الله، د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد یامین خان، پخواني تحصیل ناظم عیان الله خان، رضاالله اېډوکېټ او د تحریک انصاف ګڼو نورو مشرانو او کارکنانو ګډون کړی دی.

 

ویناوالو وویل، د سپتمبر پر ۲۷مه به د بره دیر له بېلابېلو سیمو څخه کارکنان اسلام‌ اباد ته ځي. هغوي له حکومت څخه د عمران خان د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

 

صاحبزاده صبغت الله غونډې ته وویل، دوی په پاکستان کې د قانون واکمني غواړي او د خپل ګوند د اعلان له مخې به د اسلام‌ اباد په احتجاج کې په لوي شمېر ګډون وکړي. هغه وویل، د عمران خان د خوشي کېدو لپاره به خپلې سیاسي هڅې جاري ساتي.