مکین (شال نیوز) : د بر سویلي وزیرستان په کاني ګرم سیمه کې د پوځ د بریګېډ او شاوخوا لسګونو کلیو برېښنا د څلورمې ورځې لپاره هم نه ده بحال شوې، چې له امله یې د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

ځايي مشرانو ،د سپتمبر په ۲۴مه، شال نیوز ته ویلي، د رزمک ګرېډ سټېشن څخه تر کاني ګرم ارمي بریګېډ پورې د شاوخوا ۲۰ کیلومتره اوږدې اصلي برېښنا کرښې د خرابۍ له امله له تېرو څلورو ورځو راهیسې برېښنا پرې شوې ده.

 

د دوي په وینا، د برېښنا بندېدو په سیمه کې د اوبو ستونزه هم پیدا کړې، ځکه د اوبو ډېری سیستمونه په برېښنا چلېږي. ځايي مشرانو ویلي، د شپې د برېښنا نشتون امنیتي اندېښنې هم زیاتې کړې دي. د هغوي په خبره، په تیاره کې د وسله والو تګ راتګ اسانه کېږي.

 

مشرانو تور پورې کړی چې د ټېسکو اړوند افسران او کارکوونکي په ډېره اسماعیل خان او پېښور کې مېشت دي، چې له امله یې د برېښنا د خرابۍ په موندلو او سمولو کې ځنډ راځي. دوي غوښتنه کړې چې د برېښنا اصلي کرښه زر تر زره ورغول شي او سیمې ته برېښنا بېرته بحاله شي، څو د اوبو ستونزه هم هواره شي.

 

د ټېسکو ایس ډي او عزت الله ګنډاپور وايي، د اصلي کرښې د خرابۍ د موندلو او برېښنا د بحالولو هڅې روانې دي.