مکین (شال نیوز) : د بر سویلي وزیرستان د برکي قبایلو مشرانو له وفاقي حکومت او اسلام‌ اباد پولیسو غوښتي چې د صبغت الله برکي د ځای او حالت په اړه معلومات ورکړي.

 

د هغه کورنۍ وايي، نوموړی د سپتمبر پر ۱۶مه د اسلام‌ اباد له سنګجانۍ سیمې ناڅرګنده وسله والو له خپل کور څخه له ځان سره بیولی او له هغه راهیسې یې د ځای په اړه معلومات نه لري.

 

د کورنۍ په وینا، د سپتمبر پر ۱۶مه د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه شپږ یا اووه وسله وال د صبغت الله برکي کور ته ورغلي وو. دوي وايي، ځینو کسانو ملکي جامې او ځینو یونیفورم اغوستی و او په سیمه کې د پولیسو دوه ګاډي هم موجود وو.

 

کورنۍ وايي، دوي ته هغه مهال ویل شوي وو چې صبغت الله برکي د پوښتنو لپاره بیول کېږي او تر پوښتنو وروسته به بېرته کور ته راوستل شي، خو د سپتمبر له ۱۶مې راهیسې یې د ځای او حالت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې صبغت الله برکي چا او ولې له کوره بیولی دی. تر دې دمه د اسلام‌ اباد پولیسو یا بلې اړوندې حکومتي ادارې په دې اړه دریځ نه دی ترلاسه شوی.

 

د سپتمبر پر ۲۴مه د بر سویلي وزیرستان د کاني ګرم په سیمه کې د برکي قبایلو یوې جرګې هم د نوموړي د موندلو غوښتنه وکړه. د جرګې مشرانو وویل، چې صبغت الله برکي د کاني ګرم اوسېدونکی، سوداګر او د پنځو ماشومانو پلار دی. د دوي په وینا، نوموړی له کوم سیاسي ګوند یا ډلې سره تړاو نه لري.

 

قامي مشرانو وویل چې دوي د نوموړي مسوولیت اخلي او له وفاقي حکومت او اسلام‌ اباد پولیسو غواړي چې که نوموړی د کومې ادارې په حراست کې وي، کورنۍ ته یې معلومات ورکړل شي او د قانون له مخې ورسره چلند وشي.

 

د صبغت الله برکي کورنۍ وايي، له اتو ورځو راهیسې د هغه د ځای او حالت په اړه د معلوماتو نه لرلو له امله اندېښمنه ده.