کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو او د افغانستان د هوايي حریم د نقض په اړه یې احتجاج ورته وړاندې کړی دی.

 

وزارت په یو بیان کي ویلي، پاکستاني شارژدافیر ته احتجاجي لیک هم سپارل شوی او ورته ویل شوي چې د افغانستان حکومت دغه بریدونه د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بولي او غندي.

 

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې پاکستان د سپتمبر پر ۲۴مه وویل، ځواکونو یې په افغانستان کې لس ځایونه په هوايي او بې‌ پیلوټه بریدونو ویشتي دي.

 

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، په نښه شوي ځایونه د بې‌ پیلوټه الوتکو د ساتلو او پورته کولو لپاره کارېدل. پاکستان وايي، دا بریدونه یې له افغان خاورې پاکستان ته د بې‌ پیلوټه الوتکو د ورتګ په ځواب کې کړي دي.

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا دریځ رد کړی چې ګواکې د دغه هېواد وروستۍ امنیتي پېښې له افغان خاورې سره تړاو لري. وزارت ویلي، د دغو تورونو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول د دوي په وینا «د حقایقو د بدل ښودلو، د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو او له کورنیو ستونزو د پام اړولو هڅه» ده.

 

افغان وزارت له پاکستانه غوښتي چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیاتولی شي. د سپتمبر پر ۲۱مه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی و او د کونړ او پکتیکا د هوايي بریدونو په اړه یې احتجاج ورته سپارلی و.