اورکزي (شال نیوز) : د اورکزو ضلعې په بېلابېلو سیمو کې ،د سپتمبر په ۲۳مه، سخت باران او ږلۍ شوې چې ورسره هوا سړه شوې او ځايي کروندګر فصلونو ته د زیان رسېدو اندېښنه څرګندوي.
د شال نیوز د خبریال په وینا، په منځني اورکزو کې په مشتي مېله او شاوخوا سیمو کې سخت باران شوی، په داسې حال کې چې په کوز اورکزو کې کلایه، فیروزخېل مېله او بیزوټ کې له باران سره سخته ږلۍ شوې ده.
د ږلۍ شدت دومره زیات و چې په ځینو سیمو کې ځمکې، د کورونو چتونه او بازارونه سپین شوي دي. ځايي کروندګرو شال نیوز ته ویلي، وېره لري چې سختې ږلۍ ولاړو فصلونو او سبزیو ته زیان رسولی وي. د زیان کره اندازه لا نه ده معلومه.
د سیمې اوسېدونکو له ځايي انتظامیې غوښتي چې د کرنیزو فصلونو احتمالي زیانونه وارزوي او د اغېزمنو کروندګرو په اړه اقدامات وکړي.


شال نیوز