لاهو (شال نیوز) : د پاکستان اداکار او کوربه ،احمد علي بټ، د خپلې انا، مشهورې سندرغاړې او اداکارې ملکه ترنم ،نورجهان، د زوکړې د سلمې کلیزې په مناسبت ویلي، د هغې د هنري میراث د خوندي کولو او نویو نسلونو ته د رسولو لپاره هغومره کار نه دی شوی څومره چې پکار و.
نورجهان د ۱۹۲۶ کال د سپتمبر پر ۲۱مه زېږېدلې وه او په ۲۰۲۶م کال کې یې د زوکړې سل کاله پوره شول. احمد علي بټ وايي، د داسې یوې هنرمندې د سلمې کلیزې په مناسبت باید په پاکستان کې په لویه کچه رسمي او هنري پروګرامونه شوي وای.
.jpeg)
هغه په ځانګړي ډول د نورجهان د سندرو، فلمونو، ثبتونو، مرکو، انځورونو او نورو هنري اثارو د راټولولو او خوندي کولو موضوع راپورته کړې ده. د هغه په وینا، د پخوانیو هنرمندانو ډېر تخلیقي کار په بېلابېلو ادارو او شخصي زېرمو کې پروت دی او د منظمې ساتنې اړتیا لري.
نورجهان د برصغیر د شلمې پېړۍ له مشهورو سندرغاړو او اداکارانو څخه وه. هغې خپل هنري ژوند د ماشومې اداکارې په توګه پیل کړ او وروسته یې په فلمونو کې د اداکارۍ ترڅنګ سندرې هم وویلې. د هند تر وېش وروسته پاکستان ته لاړه او هلته یې د فلمي موسیقۍ په برخه کې اوږد هنري ژوند وکړ.
هغې په اردو او پنجابي ژبو کې ګڼې سندرې ویلې او د پاکستان په فلمي صنعت کې یې دومره شهرت وموند چې د «ملکه ترنم» لقب ورکړل شو. د هغې غږ د څو لسیزو لپاره د پاکستان د فلم، راډیو او موسیقۍ له مهمو غږونو څخه ګڼل کېده.
نورجهان یوازې د فلمي سندرو له امله نه وه مشهوره. د ۱۹۶۵ کال د هند او پاکستان د جګړې پر مهال د هغې ملي او جذباتي سندرې هم ډېرې مشهورې شوې او وروسته د پاکستان د موسیقۍ د تاریخ یوه پېژندل شوې برخه وګرځېدې.
احمد علي بټ وايي، د نورجهان د سلمې کلیزې خبره یوازې د یوې کورنۍ د غړې د یادولو موضوع نه ده، بلکې د پاکستان د موسیقۍ او فلم د تاریخ د یوې مهمې برخې د خوندي کولو مسئله ده.
هغه د هنرمندانو د تخلیقي اثارو د منظمې زېرمې پر اړتیا هم ټینګار کړی، څو زاړه غږیز ثبتونه، فلمونه او نور تاریخي مواد له ورکېدو وژغورل شي او راتلونکي نسلونه ورته لاسرسی ولري.
نورجهان د ۲۰۰۰ کال د ډسمبر پر ۲۳مه په کراچۍ کې مړه شوه. خو د هغې سندرې او فلمي کار لا هم په پاکستان، هند او د نړۍ په هغو سیمو کې اورېدل کېږي چې د اردو او پنجابي موسیقۍ مینهوال پکې ژوند کوي.
د هغې د زوکړې سل کلنۍ یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې د پاکستان د پخوانیو سندرغاړو، اداکارانو او موسیقارانو تاریخي ثبتونه څومره خوندي دي او د دې هنري میراث د ساتلو مسؤلیت باید څوک پر غاړه واخلي.


شال نیوز