نوښار (شال نیوز) : د نوښار په کلپانۍ سیند کې د ماربلو د کارخانو د ملبې اوبو د ورګډېدو له امله ځايي کروندګر وايي، فصلونو او ونو ته یې زیان رسېدلی دی.

 

د سیمې کروندګرو ،د سپتمبر په ۲۳مه، شال نیوز ته ویلي دي چې د بارا بانډې د ماربلو کارخانو د ملبې اوبه په پرله‌ پسې ډول کلپانۍ سیند ته ورځي. د دوي په وینا، له دې امله یو شمېر ونې وچې شوې او فصلونه هم زیانمن شوي دي.

 

ځینو کروندګرو ویلي چې د زیان له وېرې یې خپلو فصلونو ته د کلپانۍ سیند اوبه ورکول بند کړي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، د کنډر مرداره لېفټ د اوبو لګولو سکیم هم د ماربلو د ملبې له اوبو اغېزمن شوی دی.

 

د سیمې خلکو له چارواکو غوښتي چې د بارا بانډې د ماربلو د کارخانو د ملبې اوبو د ایستلو لپاره خوندي لاره پیدا کړي او کلپانۍ سیند ته یې د ورتلو مخه ونیسي.

 

د چاپېریال ساتنې ادارې او د ماربلو د کارخانو د مالکانو دریځ لا نه دی ترلاسه شوی. دا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې د ونو او فصلونو د زیان اصلي لامل د ماربلو د کارخانو د ملبې اوبه دي.