پېښور : د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر د اسمبلۍ ،د سپتمبر په ۲۳مه، د غړو څخه د امنیتي ساتونکو د بېرته اخیستو پر موضوع د صوبې اضافي چیف سیکرټري او د پولیسو انسپکټر جنرل ته مراسله استولې ده.

 

په مراسله کې د اسمبلۍ د غړو څخه د ورکړل شوي امنیت د بېرته اخیستو په اړه اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي دي چې د اسمبلۍ غړو ته د امنیت برابرول یوازې یوه اداري پرېکړه نه، بلکې د هغوي قانوني حق دی.

 

د سپیکر په وینا، د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي د خپلې غړیتوب مودې تر پای پورې د «کېټګورۍ بي» امنیت حق لري. په مراسله کې ویل شوي دي چې د اسمبلۍ د غړو د امنیت بېرته اخیستل د «خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پاورز، امیونټیز اینډ پریویلیجز اېکټ ۲۰۲۶» له احکامو سره په ټکر کې دي.

 

د مراسلې له مخې، د یاد قانون د ۱۲مې مادې له مخې د اسمبلۍ غړو ته د امنیت برابرول د هغوي د واکونو، امتیازاتو او مراعاتو برخه ده. سپیکر ویلي چې د ۱۲مې مادې له حکم څخه سرغړونه به د اسمبلۍ د غړو د مراعاتو او استحقاق سرغړونه وبلل شي.