کابل : د هوايي شرکتونو د ارزونې نړیوالې ادارې سکای ټرېکس د ۲۰۲۶م کال په درجه‌ بندۍ کې اریانا افغان هوايي شرکت د منځنۍ اسیا او خپلواکو دولتونو د ګډې ټولنې د لسو غوره هوايي شرکتونو په نوملړ کې اووم ځای ته رسولی دی.

 

د سکای ټرېکس ،د سپتمبر د ۲۳مې، د رسمي نوملړ له مخې، ایر استانه لومړی، اذربایجان ایرلاینز دویم، فلای اریستان درېیم، ازبکستان ایرویز څلورم، قزاق ایر پنځم او سکاټ ایرلاینز شپږم ځای لري. اریانا افغان هوايي شرکت اووم دی.

 

تر اریانا وروسته ترکمنستان ایرلاینز اتم، فلای‌ ون نهم او ازبکستان ایرویز اکسپرس لسم ځای خپل کړی دی. خو په ځینو خپرو شویو راپورونو کې دا خبره چې اریانا «د ۴۵ هوايي شرکتونو له ډلې اوومه» شوې، د سکای ټرېکس په رسمي نوملړ کې نه لیدل کېږي.

 

سکای ټرېکس د دې برخې لس غوره هوايي شرکتونه ښودلي، خو د ۴۵ شرکتونو یادونه نه کوي. دا د الوتنو د خوندیتوب درجه‌ بندي هم نه ده، بلکې د سکای ټرېکس د ۲۰۲۶م کال د هوايي شرکتونو سیمه‌ ییزه درجه‌ بندي ده.

 

په یوه بله جلا درجه‌ بندۍ کې سکای ټرېکس اریانا د منځنۍ اسیا او خپلواکو دولتونو د ګډې ټولنې د سیمه‌ ییزو هوايي شرکتونو په کتار کې پنځم ځای ورکړی دی.