بدخشان (شال نیوز) : د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د بروغیل له سیمې څخه د چین تر پولې د غځېدلي سړک د جوړولو چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي.

 

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ،د سپتمبر د ۲۲مې، د معلوماتو له مخې، دغه لار په دوو برخو کې جوړه شوې چې ټول اوږدوالی یې شاوخوا ۱۲۱ کیلومتره کېږي. لومړۍ برخه له بزای ګنبد څخه د افغانستان او چین تر پولې شاوخوا ۵۰ کیلومتره او دویمه برخه له بروغیل څخه تر بزای ګنبد پورې ۷۱ کیلومتره ده.

 

وزارت د جون په میاشت کې ویلي وو چې د پروژې شاوخوا ۷۵ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې چارې روانې دي. د وزارت په وینا، پر دې پروژه د ملي بودجې سلګونه میلیونه افغانۍ لګېدلې دي.

 

افغان چارواکي وايي، د دې لارې په بشپړېدو سره به د واخان او پامیر د اوسېدونکو تګ راتګ اسانه شي او افغانستان به د لومړي ځل لپاره د واخان له لارې له چین سره د سړک مستقیمه اړیکه ولري.