کوهاټ : د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې په کوهاټ کې د ډینګي ناروغۍ وبایي حالت تایید کړی او ویلي یې دي چې سږ کال په دې ضلعه کې ۷۸۸ کسان په ډینګي اخته شوي دي.
دا تایید د کوم چارواکي په مرکه یا خبري غونډه کې نه دی شوی، بلکې د صوبايي صحت محکمې د ناروغیو د څار ادارې د سهشنبې، سپتمبر ۲۲مې، په اوونیز راپور کې شوی دی.
د راپور له مخې، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې په کوهاټ کې د ډینګي ۷۲ نوې پېښې ثبت شوې دي. کوهاټ دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د ډینګي تر ټولو ډېرې ثبت شوې پېښې لري.
د صحت محکمه وايي، د کوهاټ د مشکوکو ناروغانو ۱۹ نمونې د خیبر میډیکل پوهنتون د عامې روغتیا په لابراتوار کې وکتل شوې چې پنځه یې د ډینګي لپاره مثبتې راووتلې. د محکمې په وینا، دغو نتیجو په سیمه کې د ډینګي د وبایي حالت موجودیت تایید کړی دی.
د ناروغۍ د زیاتېدو له امله د صحت محکمې یوه ډله کوهاټ ته لېږلې ده. دغې ډلې په ګلشن اباد کې د ډینګي مچانو لاروا موندلې او دا سیمه یې په کوهاټ کې د ناروغۍ له مهمو اغېزمنو سیمو بللې ده.
د صوبايي صحت محکمې د تازه شمېرو له مخې، سږ کال په ټوله خیبر پښتونخوا کې د ډینګي ۱،۳۲۷ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي. په دې کې ۷۸۸ یوازې په کوهاټ کې دي. پېښور ۲۵۱ او بنو ۷۹ پېښې لري.
تر دې مخکې هم په کوهاټ کې د ډینګي پېښې مخ په زیاتېدو وې، خو د اګست په وروستیو کې روغتیايي چارواکو ویلي وو چې حالت لا د وبا تر کچې نه دی رسېدلی. اوس د ناروغانو د شمېر له زیاتېدو او د لابراتوار له نتیجو وروسته د صحت محکمې په خپل تازه راپور کې وبایي حالت تایید کړی دی.
تر اوسه په خیبر پښتونخوا کې د ډینګي له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی. روغتیايي چارواکو له خلکو غوښتي چې په کورونو او شاوخوا سیمو کې ولاړې اوبه پرېنږدي، د اوبو لوښي پټ وساتي او هغه ځایونه پاک کړي چې مچان پکې پیدا کېدی شي.


مصطفی خان